IQNA

  د سازباز کونکو په مقابل کې د مسلمانانو صهیونیسټ ضده اتحاد ضروري دی

12:46 - October 18, 2022
د خبر لمبر: 3486332
ایکنا-(تهران)د ملایشیا یوه متفکرمحمد فوزی بن زکریا ووئیل،د اسلامی ملتونو ترمینځ اتحاد  عربی رژیمونه هم متوجه کوي چې صهیونزم د دوي دوست نه دی،بلکې د قدس تر آزادولو پورې به د درستو مسلمانانودښمن باقي پاتې وي.

د ملایشیا دغه متفکر او د پوهنتون استاد محمد فوزي بن زکریا څو ورځې مخکې په تهران کې د اسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال کنفرانس په څنډې کې  له ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې د مسلمانانو د اتحاد په وړاندې چیلنجونه، د هغو د لارو چارو په باب رڼا واچوله.

محمد بن زکریا دغه راز ووئيل، مونږد درستې نړۍ مسلمانان له هغو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره چې د اسلامی وحدت دتحقق په لاره کې شته دي، باید سره غونډ شو.دمونږ دمسلمانانو په نزد لوي مشکل هممدغه تفرقه او تیت پرکوالی دی.

هغه زیاته کړې ،د مسلمانانو ترمینځ د لیدتوګې د اختلافاتو یو دلیل،ددین د درک څرنګوالی ذی چې په نتیجې کې ئې په مذهبونو او دیني لارو چارو کې اختلاف رامینځة شوی،خو د تفرقې دلیل،هغه سیاسی اختلافات دي چې مذهبی اختلافاتو ته ئې لمن وهلې ده.

 هغه دحدیث ثقّلین ته  په اشارې سره ووئيل،هماغه ډول چې دخديآ رسول(ص)فرمائي؛زه ستاسو په مینځ کې دوه نفیس او ګرانبّیه  امانتونه پریږدم  یو د خدای کتاب قرآن او بل زما عترت اهل بیت علیهم السلام ،ترڅو چې دغو دواړو سره یو ځاي ئۍ،نوهیڅکله به ګمراه نه شئ او زما دغه دواړه یادګارونه به پخپلو کې هیڅکله هم جدا نشي،تر دې چې دحوض کوثر په غاړه به له ما سره یو ځاي شي:

هغه دغه راز زیاته کړې،د صهیونزم له پنځیدو مخکې  دعربو اغیر عربو پشمول  اسلامی هیوادونه او ملتونه له یوه بل سره د اسرائيلي نیواکګرو په وړاندې متحد وو. اسلامی هیوادونو په ۱۹۶۷کال کې د اسرائیلو په وړاندې ماته وخوړله،البته د دوي اتحاد لامل شو،له یوه بله لیرې نشي،د نن سبا په اپوټه ،له بده مرغه ځیني عرب رژيمونه د امریکااو اسرائيلو تالی څټي او لوبتکې جوړې شوي دي او له اسرائيلو سره پنځو عربو هیوادونو اړیکې هم عادي کړي دي،دا د صهیونزم د سپیرو او خبیثو سیاستونو نتیجه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4091914

captcha